افغاني کډوال په داخل اوخارج کی د مصيبتونو سره مخامخ دي!
سلام خان سلام خان

په تیر میلادی کال کی په افغانستان کی پراخه  بیکاری، د زورزياتيو ډيريدل، د بېوزلۍ پراخيدل، او د افغانستان د حکومت په مقابل کي دخلګو بی اعتمادي ددې باعث سول چي د هيواد په دننه او دباندي کي د مهاجرتونو لړۍ لا نوره هم دوام پيدا کړي،دافغانستان دآمنیتی ضعیت په هکله د۲۰۱۰ کال دډسمبر پر دریمه نیټه دملګرو ملتونو دعمومی منشی مرستیالي میرمن کاترین برک دبشری کومکونو په اړه وویل چی په عموی توګه ۷،۴ میلونه افغانان لاتر اوسه په لوږه کی ژوند کوي او په افغانستان کی د قحطی خطر موجود دې.همدا راز  دملګرو ملتونو دتیر میلادی کال دډسمبر د۲۷ نیټي ددو نقشو دمقایسو ځخه چی دمارچ او اکتوبر دمیاشتو تر منځ در سره شوي دی داسی نتجه اټکله کیږې چی دافغانستان په جنوب کی چیری چی دامریکا دمتحده ایالاتو او مخالفینو تر منځ دجنګ میدان دې وضعه په واقعی ډول نه ده بدله شوي او دجدی خطر سره مخامخ ده او دهیواد په نورو شپاړسو شمال ختیځو سیمو کی وضعه دپخوا پرتله نوره هم خرابه شوې ده،له دی امله په افغانستان کی جنګ او ناآرامیو ډیر خلګ دهیواد ځخه و تیښتی ته مجبور کړی دې.چی دلاری په جریان کی دډیرو سختو مشکلاتو سره مخامخ کیږې.

راپورونه پر بنیاد، په دې وروستیو کې یوه کښتۍ چې ویل کیږي ۲۶۰ غیرقانوني ګډوال په کې سپاره و، په یونان کې کارفور ټاپو ته نږدې په اوبو کې ډوبه شوې ده ،په دي ناوړه پیښه کی شاوخوا ۲۴۰ تنه وژغورل شول،خو متاسفانه ځّه دپاسه ۲۰ تنه چی ویل کیږې افغانان دي لادرکه شوې دې..

په غربي نړۍ کي د پناغوښتونکو د قبلېدو پر سختګيريو سربيره، چي غواړي په سرحدونو کي داسي خنډونه رامنځته کي چي د کډوالو د راتګ څخه مخنيوی وکړي، په ۲۰۱۰کال کي د مهاجرو رش دونه ډير ؤ چي ځيني اروپايي هيوادونه دې ته مجبور سول چي خپل پخواني لاګرونه بيرته پرانيزي

د ملګرو ملتو د کډوالو اداره وايي چې په تېر کال  کې د پناه غوښتونکو افغانانو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی او اوس په نړۍ کې د پناه غوښتونکو ترټولو لویه برخه افغانان تشکیلوي

د ملګرو ملتود کډوالو د لویې کمیشنرۍ د مالوماتو له مخې تېر کال شپږ ویشت زره اته سوه (۲۶۸۰۰) افغانانو د پناه غوښتنې کړي چې د ورتېر کال په پرتله په سلو کې ۴۵ زیات دي . تېر کال اتلس زره پنځه سوه افغانانو د پناه غوښتنه کړې وه

اکثره افغانان د ترکیې له لارې یونان او بیا ایټالیا ته ځي او عموماً په بل ټپیال کې ځان بریتانیا او یا سکانډنیاوي هیوادونو(ناروې،سویډن،او فنلنډ) ته رسوي .حاضردمه په ایټالیا کې څلورزره بې برخلیکه افغانان اوسي،ددی ټولو مشکلاتو سره سره بیاهم دافغانستان او استرالیا تر منځ دمهاجرینو دبیرته ستنیدو په باب یوه موافقه امضا شوی ده

استرالیا له افغانستان او ملګروملتو سره یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس به یې استرالیا کولی شي، هغه افغان پناه غوښتونکي چې مهاجرت یې نه منل کېږي، افغانستان ته بېرته ولېږي. له سیډني څخه د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د استرالیا د مهاجرت وزیر کریس باون پرون  (دوشنبه) وویل چې له افغانستان سره د استرالیا په موافقه کې له افغانستان سره د دغه هیواد د پاسپورټ د ښه کولو په برخه کې مرسته هم شامله ده. ټاکل شوې ده چې د استرالیا حکومت له افغانستان سره مرسته وکړي چې خپل پاسپورټونه په نړیوالو ستنډرډونو چاپ کړي څو د جعل کارۍ امکانات پکې کم شي. باون وویل چې د دې موافقې مانا دا نه ده چې حقیقي افغان مهاجر به هم لېږل کېږي.ده وویل استرالیا به لا هم هغو افغانانو ته پناه ورکوي چې واقعاً د پناه مستحق دي.خو هغه کسان به چې حقیقي مهاجر نه دي، په عزت او انساني کرامت بېرته خپل هیواد ته ولېږل شي. دا موافقه د افغانستان او استرالیا د حکومتونو او د ملګرو ملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ(یواین ایچ سي آر) له لوري لاسلیک شوه. د استرالیا اې بي سي شبکې وویل حاضردمه د استرالیا د پناه غوښتونکو په توقیف ځایونو کې تر دوه نیم زره زیات افغانان ساتل کېږي. ممکن د افغانستان له حکومت سره د شوې موافقې پراساس د دغو دوه نیم زرو افغانانو له منځه ډېری یې افغانستان ته واستول شي. خو د استرالیا د مهاجرت وزیر له اې بي سي شبکې سره په خبرو کې بیا په دې خبره ټینګار وکړ چې یوازې به هغه افغانان بېرته خپل هیواد ته ولېږل شي چې واقعاً په خپل هیواد کې ستونزې نه لري او د پناه مستحق نه دي. باون په عین حال کې وویل چې تر دې وړاندې استرالیا څو تنه ګوته په شمېر افغانان خپل هیواد ته لېږلي خو دا نوې موافقه به د استرالیا لاس خلاص کړي چې ډېر شمېر په زور ولېږي، البته هغوی چې د پناه غوښتنلیک یې رد شوی وي او دا یقیني شرط وي چې په افغانستان کې هغوی خوندي دي. باون دا هم وویل چې د بېرته لېږل کېدونکو افغان کډوالو لومړۍ جوپه به د روان کال په وروستیو کې واستول شي. له ۲۰۰۸ څخه تراوسه پوري څلور زره درې سوه(۴۳۰۰) افغانان استرالیا ته د مهاجرت د ترلاسه کولو لپاره تللي دي. اکثره افغانان د اندونیزیا له لارې د سمندر په خطرناکو څپو او وړو بېړیو کې استرالیا ته تللي او په ځلونو د دوی پېړۍ ډوبې شوې دي. استرالیا ګومان کوي چې اکثره افغانان سیاسي پناه غوښتونکي نه دي بلکې اقتصادي کډوال دي چې د ښه ژوند په لټه دغه هیواد ته پناه وروړي

دا پریکړه لیک د استرلیا د کډوالو د چارو وزیر کرس بووین، د افغانستان د کډوالو د چارو د وزیر جماهر انوري او د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د مشر کمیسار لخوا د تیری دوشنبې په ورځ دجنوری په ۱۷ نیټه  لاس لیک سوی ده او په نژدی ورځوکی به عملی کیږي،نوموړی موافقه په داسی حال کی لاسلیک کیږې چی لا هم په افغانستان کی آمنیت نشته او خلګ دخپل ژوند دمشکلاتو سره مخامخ دي په دی باب دملګرو ملتو مرستیالی کاترین ویلی دی چه

په ځينو برخو کي پر پرمختګونو سربيره ، د هغو طبيعي ناخوالو او اوسني کړکيچنو حالاتو له کبله چي په دغه هيواد کي خلک ورسره لاس او ګريوان دي، ددغه ځاي د خلکو د ژغورني دپاره لا زياتو کومکونو ته اړتيا سته

خرابه اقتصادي وضعه، د داخلي توليداتو د مؤسسو او په افغانستان کي د کار د زميني د برابولو نشتوالی، ددې سبب سوی دی چي په لسهاوو زره انسانان د کار د پيدا کولو او د يوې ښي راتلونکي د په لاس راوړلو دپاره مجبوره سي چي د مهاجرت لار انتخاب کړي

د هغو نظر پوښتنو د نتايجو له مخه چي واشنګتن پُست، بي بي سي او د آلمان ملي تلويزيون تر سره کړي دي او د ۲۰۱۰ کال د ډسمبر پر شپږمه خپاره سوي دي د افغانستان خلک د تير کال په مقايسه هغه لورته  چي افغانستان ورته د حرکت په حال کي دي نور هم  بدبينه دي

په نظر پوښتنه کي د امنيت په ساتلو کي د امريکا اود هغي د متحدينو پر وس او توانايي باندي بي اعتمادي ده

د افغانستان پرحکومت او د هغه پر بين المللي ملاتړ کوونکو باندي بې اعتمادي ددي باعث سوي ده چي د خلکو مهاجرتونه ډير سي.پاې


January 19th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي